په قرغیزستان کې د افغانستان افغان مولوي عبدالشکور حقاني د یاد هېواد د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي مرستیال میربیک باکیتوویچ سره لیدنه کړې.
په قرغیزستان کې د افغانستان سفارت ویلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د افغانستان او قرغیزستان ترمنځ په سیاسي، اقتصادي، کلتوري او سوداګریزه برخه کې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
میربیک باکیتوویچ د یو با ثباته افغانستان څخه د ملاتړ په ټینګار سره زیاته کړې، چې په اقتصادي برخه کې شته ملاتړ د قرغیزستان له لومړیتوبونو څخه دی او د «کاسا-۱۰۰۰» پروژې پیل په دې برخه کې ګټور ګام دی.

