ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان سفیر په جاکارتا کې له مېشتو یو شمېر ډيپلوماټانو سره لیدنه کړې

په اندونیزیا کې د افغانستان سفیر مولوي سعدالله بلوچ د ترکیې د فرهنګي مرکز له لوري په جاکارتا کې په یوه جوړ شوي کلتوري پروګرام کې ګډون کړی.

په اندونیزیا کې د افغانستان سفارت ویلي، مولوي سعدالله بلوچ د دې پروګرام په څنډه کې د ترکیې له سفیر او په جاکارتا کې له مېشتو یو شمېر ډيپلوماټانو سره د دوه اړخیزو همکاریو د پراختیا په موخه خبرې کړې دي.