د ملي دفاع وزارت وایي، چې د ۲۰۹ الفتح قول اردو د تخنیک مدیریت اړوند په تخنیکي ورکشاپونو کې په تېر شپږو میاشتو کې د مسلکي انجینیرانو لهخوا ۱۲۴۴ بېلابېل ډوله پوځي نقلیه وسایط او ۵۲ میله بېلابېلې وسلې ترمیم شوې دي.
وزارت زیاتوي، چې په دغو ترمیم شویو پوځي وسایطو کې ۸۴۸ رېنجر، ۶۲ هاموي ټانکونه، ۱۱۸ ضربتي ټانکونه، ۲۱۶ رېنجر امبولانسونه او ګڼ شمېر نور پوځي وسایط شامل دي؛ همدارنګه ۱۷ میله ام–۱۶، تفنګچې، ام–۴، روسي پیکا او ډيسي توپونه ترمیم شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یادو ورکشاپونو کې د یادو شویو وسایطو او وسلو تر څنګ ۱۱۹ پايې ماشینونه هم ترمیم او بیا د کارونې لپاره چمتو شوي دي.

