ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په کلنۍ ناسته کې د هند او روسیې مشرانو ګډه اعلامیه؛ د ترهګرو ډلو پر واړندې د اسلامي امارت د مبارزې هرکلی شوی

هند او روسیې د خپلې د درویشتمې کلنۍ سرمشریزې له پای ته رسېدو وروسته ګډه اعلامیه خپره کړې.

د هند او روسیې مشرانو د درویشتمې کلنۍ ناستې په اعلامیه کې له ترهګرو ډلو سره د اسلامي امارت د مبارزې هرکلی شوی دی.

په اعلامیه کې راغلي، چې د دواړو هېوادونو مشرانو افغانستان ته له ځنډ پرته د بشري مرستو په لېږد ټینګار کړی دی.

همدارنګه په دې بیانیه کې د افغانستان په اړه د هند او روسیې نږدې همغږي، په ځانګړې توګه د خبرو اترو د میکانیزم له لارې همکاري، ستایل شوې ده.

اعلامیه کې د داعش خوارجو او نورو ډلو پر ضد د اقداماتو هرکلی شوی او ټینګار شوی، چې دا اقدامات دې دوام ومومي.

دا په داسې حال کې ده، چې د هند لومړي وزیر سره لیدنه کې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ویلي، افغان حکومت پر خپله خاوره بشپړ حاکمیت لري او د نشه‌يي توکو او ترهګرۍ پر ضد یې د اسلامي امارت مبارزه ستایلې ده.