ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د لوړو زده‌کړو وزیر په مشرۍ یو پلاوی ایران ته روان شو

د افغانستان اسلامي امارت د لوړو زده‌کړو وزیر شیخ ندا محمد ندیم په مشرۍ یو پلاوي د علمي اړیکو پراختیا په موخه د ایران په رسمي بلنه تهران روان شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي وایي، چې دغه پلاوی به د علمي اړیکو پراختیا، متقابلو تجربو شریکولو او علمي همکاریو راجلبولو په موخه د ایران هېواد له مسؤلینو سره د خبرو تر څنګ، د دغه هېواد مختلفو پوهنتونونو څخه هم لیدنه وکړي.