مالیزیا کې د افغانستان اسلامي امارت سفیر نقیب الله احمدي د یاد هېواد نړیوال اسلامي پوهنتون په ۴۱مه فراغتغونډه کې ګډون وکړ.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، چې په دې غونډه کې د پهنګ ایالت د شاهي کورنۍ غړو، د ګڼ شمېر هېوادونو سفیرانو، استازو او دولتي چارواکو ګډون درلود.
یاد سفارت زیاته کړې، چې په ياده فراغت غونډه کې د نورو نړیوالو محصلینو ترڅنک، یوشمېر افغان محصلینو هم په بېلابېلو برخو کې د دوکتورا، ماسټرۍ او لېسانس په کچه سندونه ترلاسه کړل.

