د احصایې او معلوماتو ملي اداره، په میاشتني ډول د لګښتي توکو د بیو ارقام راټول او تحلیلوي، چې لهمخې یې د روان کال په لړم میاشت کې د خوراکي توکو په بیو کې ۲.۳ سلنه لوړوالی راغلی دی.
یاده اداره وایي، چې دا لوړوالی ۱.۳ سلنه د غلو، ۱.۶سلنه د غوښې، ۱۰.۳ سلنه د مېوې او ۲.۱ سلنه د سبزیو په بیو کې دی.
دغهراز د غیرې خوراکي توکو په بیو کې هم ۱.۲سلنه لوړوالی ښکاري، چې ۳.۵ سلنه د استوګنې شاخص او ۱۳.۹ سلنه یې د درملنې شاخص په بیو کې لوړوالی راغلی دی.
د روان کال په لړم میاشت کې د لګښتي توکو د بیو شاخص میاشتنی پړسوب ۱.۶ سلنه لوړوالی ښيي چې د پړسوپ دا لوړوالی تر ډېره د خوراکي توکو (غلو، غوښې، مېوو او سبزۍ) او غیرې خوراکي توکو (استوګنې او درملنې شاخص) د بیو د لوړوالي له امله دی.
همدارنګه د ټکي په ټکي پړسوب له مخې د ۱۴۰۴ کال په لړم میاشت کې د تېر کال همدې میاشت په پرتله ۸.۵ سلنه لوړوالی ښکاري.
بلخوا د روان کال په لړم میاشت کې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت په منځنۍکچه ۶۶.۶ افغانۍ او په تلې میاشت کې ۶۶.۸ افغانۍ و، چې د تلې میاشتې په پرتله یې په ارزښت کې ۰.۴ سلنه لوړوالی راغلی دی.
که د افغانیو ارزښت د تېر کال له ورته دورې سره پرتله شي، نو ښکاري چې د امریکايي ډالرو پر وړاندې د افغانیو په ارزښت کې ۱.۸ سلنه لوړوالی راغلی دی.

