پاکستان کې د روسيې سفیر البرټ پی خورف د اسلامي امارت له سفیر مولوي سردار احمد شکیب سره لیدنه کړې.
پاکستان کې د روسيې سفارت پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د روسيي او افغانستان اړیکو د اوسني وضعیت او د سیمې او نړۍ پر مهمو موضوعاتو خبرې کړې دي.
د یاد سفارت په وینا، دواړو لوریو د امنیتي موضوعاتو، په سیمه کې د سولې د راوستلو او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هم خبرې شوي.

