د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۵هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۵هـ ل نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۳۹۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې دوه زره او ۱۸۳ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۸۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۰۰ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه او ۷۲۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۸۷ کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۲۸۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
خواړه: په سپین بولدک کې دوه زره او ۱۸۳ خوراکه ډوډۍ او اوبه ویشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۳۸۳ عدد سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۹۹ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۵۵۱ تنه غړي، ثبت او بایومیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۱۴۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۸۳ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۶۹۸ زره او ۹۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۵۱ کورنیو سره ټولې یو زره او ۱۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۲۲ عدد سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵۷ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۱۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۳۴ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز ۸۲۳ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶ کورنیو سره ټولې۵۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۵۲۹ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې شپږ عدد سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۲۳ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۰۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۸ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۱۵۶ زره او۴۰۰ افغانۍ کرایه ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۴ کورنیو سره ټولې۸۳ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۲۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۵۸۷ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون،۵۴۴ زره او۶۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
کډوالو ته د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډمهاله مېشتېدنې، او د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۵۸۱ کورنۍ او درې زره او ۱۳۴ وګړي
لېږدول شوي کډوال: ۶۶۰ کورنۍ او درې زره او ۲۱۸ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۵۷۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۵۱۱ عدد

