د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیا له والي مولوي مهرالله حماد سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې مولوي مهرالله حماد، پکتیا ته د راستنو شویو د وضعیت او ستونزو په اړه ښاغلي مولوي عبدالکبیر ته معلومات ورکړل او ویې ویل، چې د ژمي له رارسېدو وړاندې د مرکز ګردیز په ګډون په څو ولسوالیو کې د راستنو شویو د ژوند د حالت ارزونه شوې او اړتیاوې یې په ګوته شوې دي.
ښاغلي والي په پکتیا کې د راستنو شویو د ستونزو د حل په موخه د وړاندېزونو شریکولو پر مهال وویل، چې په دغه ولایت کې راستانه شوي هېوادوال خوراکي توکو، ژمنیو جامو، کېږدیو او نغدو پیسو ته اړتیا لري.
نوموړي همدارنګه په پکتیا کې د کډوالو چارو ته پر وخت د رسېدنې په موخه هم وړاندېز شریک کړ.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر د پکتیا والي ته ښه راغلاست وویل او د راستنو شویو او داخلي بیځایه شویو ستونزو ته د رسیدنې په برخه کې یې د نوموړي هڅې وستایلې.
مولوي عبدالکبیر وویل، چې د ژمي له رارسېدو وړاندې د کډوالو چارو وزارت له خوا د ځینو بېوزلو راستنو شویو ته د مرستې لړۍ پیل شوې او په پاتې سیمو کې به هم پلې شي.
همدارنګه نوموړي یادونه وکړه، چې په بېړني ډول به کیږدۍ او کمپلې پکتیا ته ولېږل شي او دغهراز د خوراکي او نغدو مرستو د چمتو کولو په موخه به له اړوندو ادارو سره همغږي وکړي.

