ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستاني ملېشو په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو نیولو لړۍ ته زور ورکړی

پاکستاني ملېشو له تېرو درېیو ورځو راهیسې خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د نیولو لړۍ ته زور ورکړی.

په یادو سیمو کې مېشت افغانان وایي، له درېیو ورځو راهیسې نشي کولی خپلو ورځنیو چارو ته رسېدنه وکړي.

که څه هم تر دې وړاندې پاکستان کې افغان سفارت په ځلونو له پاکستاني چارواکو او د کډوالۍ چارو ادارو سره د افغان کډوالو د ستونزو د حل په تړاو خبري کړي، خو پاکستاني لوري لا هم خپل دریځ ندی بدل کړی.

ورته مهال د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، ګاونډیو هېوادونو کې د افغان کډوالو پر وړاندې دریځونه نرم شوي دي؛ خو په وینا یې یوازې پاکستان پر خپل دریځ ولاړ دی.

یاد وزارت زیاته کړې، یوازې د روانې میاشتې په تېرو ۱۵ ورځو کې څه باندې ۱۱۱ زره افغان کډوال له ګاونډیو هېوادونو په جبري ډول ایستل شوي، چې ډیری برخه يې پاکستان پورې اړوند دي.