ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګ لویه لار به سر له نن څخه د بار وړونکو موټرو پر مخ خلاصه شي

ټولګټو وزارت وايي، د سالنګ لویه لار نن دوشنبه د ټیلرو په ګډون د ټولو نقلیه وسایطو پرمخ پرانېستل کیږي.

د یاد وزرات ویاند محمد اشرف حق شناس ویلي، سږکال د سالنګونو لویې لارې د رغولو چارې په درې برخو کې پیل شوې وې، چې اوسمهال بشپړې شوې او د ځینو برخو فرعي کارونه لا هم دوام لري.

دغه راز د یاد وزارت ویاند له خلکو غواړي، چې پر دغه لویه لار د تګ راتګ پرمهال د ژمنیو توکو درلودلو ترڅنګ په هغو لارښوونو هم عمل وکړي، چې د یاد وزارت د کاري ټیمونو له لوري په پام کې نیول کیږي.