د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د سويلي اسیا لپاره د یونیسیف ادارې د سیمهییز دفتر له مشر سنجی وېجسېکره سره لیدنه کړې.
د عامې روغتیا وزارت وایي، چې په دې لیدنه کې دواړو لوریو د همکاریو، شته ننګونو، ګډو هڅو او د روغتيايي سکتور د اړتیاوو په اړه هر اړخیزې خبرې کړي.
مولوي نور جلال جلالي ویلي: (د افغانستان روغتیا سکتور د اوسنیو ظرفیتونو ترڅنګ لا هم د نړیوالو شریکانو ملاتړ ته اړتیا لري، تر څو د مور او ماشوم روغتیا، واکسین، تغذیې، د ساري ناروغیو کنټرول او بنسټیزو روغتیايي خدمتونو په تامین کې اغېزمن بدلون رامنځته شي).
ښاغلي وزير، د یونیسیف ادارې له دوامداره همکاریو مننه کړې او زیاته کړې یې ده، د عامې روغتيا وزارت چمتو دی چې د حساب ورکوونې، شفافیت او د ګډو پروګرامونو په موثره پلي کېدو کې همغږي لا زیاته کړي، تر څو خلکو ته په غوره توګه اړين روغتيايي خدمتونه وړاندې شي.
بل لور، د سويلي اسيا لپاره د یونيسيف سیمه ييز دفتر مشر ډاډ ورکړی، چې یونیسيف به په افغانستان کې د روغتیا له سکتور سره خپلې روانې مرستې او همکارۍ دوامداره وساتي او د نړیوالو تمویل کوونکو تر منځ به د ملاتړ هڅې لا زیاتې کړي.

