کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت د عامه ساتنې او ملي تصدۍ معینیت له روزنیز مرکز څخه ۲۱۳ تنه منسوبین د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دې اړه جوړو شویو مراسمو کې د یاد معینیت د ښوونیز مرکز قومندان سمونوال قاري سیف الرحمن منصور په ګډون یو شمېر نورو مسوولینو هم ګډون کړی و.
دغه وزارت زیاتوي، مسولینو د فراغت په مراسمو کې له فارغو منسوبینو غوښتي، چې د ملي شتمنیو د ساتنې لپاره هڅه او کوښښ وکړي.

