د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراجالدین حقاني د قزاقستان د ولسمشر له ځانګړي استازي یرکین توکوموف، سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي توکوموف د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوهاړخیزې سوداګرۍ، پراخو اړیکو او د اورګاډي د پټلۍ په څېر مهمو اقتصادي پروژو د پلي کېدو ملاتړ څرګند کړ.
نوموړي همداراز د پولو د امنیت د پیاوړتیا، له نشهیي توکو سره د مبارزې او د ترکمنستان له لارې د رېلپټلۍ د جوړولو په برخو کې د همکاریو د دوام ډاډ ورکړ.
همدارنګه د کورنیو چارو وزیر د قزاقستان د همکارۍ له هڅو مننه وکړه او د دواړو هېوادونو اړیکې یې وستایلې.
خلیفه سراجالدین حقاني وویل، افغانستان د امن، سوداګرۍ او پرمختګ پر لور روان دی او له قزاقستانه د ښه نیت او سیمهییزې همکارۍ تمه لري.

