د افغانستان کرېکټ بورډ په یوه اعلامیه کې ویلي، چې د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو د پیل لپاره ستر مراسم به د ۲۰۲۵ کال د دسمبر میاشتې په شلمه (۲۰مه) نېټه په متحده عربي اماراتو کې ترسره کړي.
یادې ادارې زیاته کړې، په دغو مراسمو کې به افغانستان کرېکټ بورډ له خپلو ستراتیژیکو پانګوالو ملګرو سره یو ځای، د دغه لیګ د دویم پړاو د پیل نېټه، کوربه هېواد، د سیالیو جوړښت او نور مهم جزیات په رسمي ډول په ډاګه کړي.
دا مراسم وروسته له هغه ترسره کېږي، چې کرېکټ بورډ د افغانستان غوره لیګ د دویم پړاو د پانګونې حقوق د ITW–TG ګډ شرکت ته وسپارل.
ټاکل شوې وه چې د سیالیو د پیل وخت او کوربه هېواد په اګست میاشت کې اعلان شي، خو د اړینو اداري پروسو او تخنیکي ارزونو له امله اړوند مراسم وځنډېدل او اوس به ټول اړین معلومات د دسمبر په شلمه (۲۰مه) نېټه په رسمي ډول خپاره شي.
په دغو مراسمو کې به د افغانستان کرېکټ بورډ مشرتابه، پانګوال ملګري ، ITW MEA او TG شرکتونو مسوولین، د کرېکټ د نړۍ نور ښکېل اړخونه، سوداګریز همکاران او نور مېلمانه ګډون وکړي.
د مراسمو پر مهال به د دویم پړاو د ترسره کېدو ځای، وخت، سوداګریزې تګلارې او نور اړوند برخې رسنیو ته وړاندې شي.
د افغانستان کرېکټ بورډ عمومي رییس ښاغلي میرویس اشرف په دې اړه ویلي:« افغانستان غوره لیګ د کرېکټ بورډ د اوږدمهاله لیدلوري یوه مهمه ستنه ده. د دسمبر د شلمې نېټې مراسم به د دغه لیدلوري د عملي کېدو لوی ګام وي. موږ د ITW او TG Sports په وړتیا او مسلکیتوب باور لرو او هیله مند یو چې دا لیګ به افغانستان کرېکټ ته نوې دروازې پرانیزي.»
دغه راز د افغانستان کرېکټ بورډ اجراییوي رییس نصیب خان ویلي: «د افغانستان غوره لیګ د پانګونې همکارۍ د تړون له لاسلیک راهیسې چې کوم پرمختګ شوی، ډېر هیله بخښوونکی دی. دغه ستر لیګ به زموږ لوبغاړو ته نړیوالي معیاري اسانتیاوې او ادارې ته یو پیاوړی سوداګریز جوړښت رامنځته کړي. »

