د هرات د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسولین وايي، چې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې، شاوخوا د ۳۰ میلیونه او ۳۵ زرو ډالرو په ارزښت زعفران له افغانستان څخه نړیوالو بازارونو ته صادر شوي دي.
د دې خونې اجراییوي مشر محمد یوسف امین ویلي، چې د دغو صادراتو ټولیز مقدار ۲۲ ټنه او ۱۳۰ کیلوګرامه ته رسېدلی او د زعفرانو بهر ته د لېږد پروسه لا هم روانه ده.
ښاغلي امین زیاته کړې چې اروپا، امریکا، عربي هېوادونه، ختیځ او جنوبي اسیا د دې محصول اصلي بازارونه دي او د افغانستان زعفران اوس د هېواد له تر ټولو معتبرو او ډېر پلورل کېدونکو صادراتي توکو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي همدارنګه ویلي، چې د هرات د زعفرانو حاصل په روان کال کې شاوخوا ۴۰ ټنه اټکل شوی او د بستهبندۍ او صادرولو پروسه لا هم روانه ده.
په ورته وخت کې د زعفرانو ځیني کروندګر وايي، چې د صادراتو په ښه والي سره، کورنيو سوداګرو هم له کروندګرو څخه د اخیستلو بیه لوړه کړې او دا کړنه د زعفرانو کروندګر هڅوي، چې د راتلونکي کال لپاره د کښت سیمه نوره هم پراخه کړي.
ویل کېږي، د افغانستان زعفران، چې ۹۵سلنه یې په هرات ولایت کې تولیدېږي، د خپل بوی، رنګ او نړیوال کیفیت له امله په نړیوالو بازارونو کې ثابت او پېژندل شوی ځای لري.

