قطر کې د افغانستان سفیر محمدسهیل شاهین د افغانستان لپاره د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینزي او د ماشومانو او وسله والو شخړو په برخه کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړې استازې میرمن ونیسا فریزر سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
په دوحه د افغانستان سفارت وایي، په دې لیدنو کې د افغانستان او برېتانیا ترمنځ په دوه اړخیزو اړیکو، برېتانیا کې افغانانو ته د قونسلي خدماتو په وړاندې کولو، اوسني سیاسي وضعیت، بشري مرستو، ښوونې او ورزنې او نور موضوعاتو اړه خبرې شوې دي.
سفارت زیاتوي، چې دواړو خواوو د مثبتو اړیکو د پیاوړتیا او د بشري او سیاسي همکاریو د دوام پر اهمیت ټینګار کړی دی.

