کورنیو چارو وزارت وایي، چې د دې وزارت امنیتي مرستیال د خپلو سفرونو په لړ کې بلخ ولایت ته ورسېد او هلته یې د شمال لوېدیځ زون په کچه د امنیتي ادارو مسوولینو او یو شمېر نورو چارواکو سره لیدنه تر سره کړې.
ښاغلي صدر په دې لیدنه کې د اشغال پر مهال له اسلامي امارت سره د ولس له بېدرېغه مرستو مننه کړې او ټینګار یې کړی، چې اوس د ولس د ریښتیني خدمت وخت دی.
کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال دغه راز د امنیتي ادارو تر منځ په پوره همغږۍ او همکارۍ ټينګار کړی او له ټولو منسوبینو یې غوښتي، چې د دندې د سرته رسولو پر مهال له ټاکل شوي یونیفورم څخه ګټه پورته کړي.
دغه راز ملا محمد ابراهیم صدر له قومي، ژبني او سمتي تعصب څخه پر ځانساتنې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې داسې کړنې نظام کمزوری کوي.
نوموړي ټولو مسوولینو ته سپارښتنه کړې، چې کار باید اهل کار ته وسپارل شي.

