د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت وایي، چې د خوست ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسولینو په دغه ولایت کې د دوو کورنیو ترمنځ هغه مرګونې شخړه په سولهییزه توګه حل کړه، چې په ترڅ کې یې یو تن وژل شوی و او ګڼې کورنۍ ستونزې یې راولاړې کړې وې.
د یاد وزارت په وینا، دغه شخړه، چې څه موده وړاندې د خوست ولایت مرکز متون اړوند د کونډیو صحرا په کلي کې رامنځته شوې وه، د اسلامي امارت د مسولینو په هلو ځلو پای ته ورسېده او ښکېلو لوریو یو ځل بیا د ورورولۍ ژوند پيل کړ.
همدارنګه، په پای کې د دواړو کورنیو مشرانو د خوښۍ په څرګندولو سره ژمنه وکړه، چې په راتلونکي کې به هېڅ ډول جګړې، دښمنۍ او تاوتریخوالي ته زړه ښه نه کړي، بلکې په سوله او اتحاد کې به ژوند ته دوام ورکوي.

