د سې شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۱۸هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۱۸هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
کندهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۸۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۶۱۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۱۰ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۶۰۷ تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته ۹۶۳ زره او افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸۹ کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۴۴۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې درې زره او ۷۸۶ خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
ننګرهار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۲۱۰ کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو یو زره او ۱۲۳ تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۹۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۹۰ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته ۴۰۱ زره او۳۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۱۷ کورنیو سره ټولې۹۵۸ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۱۹۱ عدد سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۳۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۵ کورنیو سره ټولې۲۵۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو پل لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو پله له لارې ۶۵ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همداراز یو زر او ۵۹۵ مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له درېیو کورنیو سره ټولې۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۹۳۴ تنه راستانه شوي کډوالو درملنه شوې ده.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته درې عدد سیمکارتونه وېشل شوي دي.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښه
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۰۹ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۴۷ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۵ تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۵۰۶ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۸ کورنیو سره ټولې۲۲۲ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له کابل څخه ۲۶۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زراو ۲۷۳ تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیون، ۳۶ زره او ۲۰۰ افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۶۳۷ کورنۍ او درې زره او ۳۵۸ اوګړي
لېږدول شوي کډوال: ۵۱۵ کورنۍ او دوه زره او ۶۴۵ اوګړي
مرسته شوي کډوال: ۴۷۲ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۹۴ عدد

