په دې لیدنه کې قومي مخورو او مشرانو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو د وزیر له همکاریو په مننې وویل، چې د اسلامي امارت له لوري د ولس وړاندېزونو ته د رسېدنې له امله د خلکو ځینې ستونزې هوارې شوې دي او تمه ده، چې نورو نیمګړتیاوو ته هم رسېدنه وشي.
دغهراز د ګیان، سپېرې، نکې، زیړوک او ارګون څخه راغلو قومي مشرانو وویل، چې د اسلامي امارت مقام د دوی په سیمو کې د سړک وړاندېز منظور کړی، چې په رغېدو سره به یې د ولس ګڼې ستونزې حل شي.
دغهراز دوی د خپلو وړاندېزونو شریکولو پر مهال راستنو شویو هېوادوالو ته د روغتیايي کلینیک او د اړتیا وړ وچو لرګیو د لېږد یادونه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر قومي مشرانو او مخورو ته د ښه راغلاست ترڅنګ وویل، ولس ته خدمت د اسلامي امارت دنده او مسوولیت دی.
همدارنګه مولوي عبدالکبیر د حکومت پراختیايي پلان ته په اشارې سره یادونه وکړه، چې اسلامي امارت د ولس وړاندېزونه او اړتیاوو ته لومړیتوب ورکوي او لرې نه ده، چې د ولس هرې ستونزې ته به رسېدنه کېږي.
نوموړي یادو مشرانو ته د همکارۍ ډاډ ورکړ او زیاته یې کړه، چې د ولس غوښتنو ته د رسېدنو په موخه به هڅه کوي او د اړتیا په صورت کې به وړاندېزونه د اسلامي امارت له مقام سره شریک کړي.

