د کډوالو او بېرته را ستنېدونکو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، یاد وزارت له هیات ناروې نړۍوالې موسسې سره د ۳۱۰ زره او ۸۰۹ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه لیک لاسلیک کړ.
د خبرپاڼې لهمخې، د یادې هوکړې پر بنسټ به دغه پیسې په فاریاب کې دوه زره او ۲۳۱ تنو راستنو شویو، بېځایه شویو او کوربه ټولنو ته د روغتیايي کڅوړو، د قضیو مدیریت او راجع کولو په برخه کې ولګول شي.

