د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نيبنزیا ویلي، چې له روانو او زیانمنو بندیزونو سره سره، اسلامي امارت د سیمهییزو همکاریو د پراخولو او افغانستان د ځان بسیاینې پر لور هڅه کوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید د افغانستان په اړه یو واقعي او هر اړخیز لیدلوری خپل کړي او له اسلامي امارت سره پر متقابل باور ولاړ تعامل ولري.

