ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د راستنو شویو کډوالو لپاره اړین امکانات ځانګړي کړي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بغلان د ګجر مجاهدینو له ډلګی مشرانو سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې یادو ډلګی مشرانو او مجاهدینو د اسلامي نظام په لیکو کې خپل خدمت ویاړ وباله او ویې ویل، چې د اسلامي امارت تر چتر لاندې به د افغانستان خدمت ته دوام ورکړي.

یادو مجاهدینو بغلان ته د راستنو شویو هېوادوالو د اړتیاوو په اړه خبرې وکړې او د کډوالو په سیمه کې یې د پاکو اوبو د لاسرسي غوښتنه وړاندې کړه.

دوی زیاته کړه، چې اړوندې ادارې دې د کاري فرصتونو د رامنځته کولو په موخه په بغلان کې ځینې پراختیايي چارې پیل کړي.

مولوي عبدالکبیر یادو ډلګی مشرانو ته هرکلی ووایه او د اسلامي نظام په ساتنه کې یې د مجاهدینو او خلکو هڅې وستایلې.

نوموړی وویل، چې په بغلان کې به د راستنو شویو ستونزو حل ته جدي پاملرنه کېږي او څرګنده یې کړه، چې اسلامي امارت د راستنو شویو کډوالو لپاره اړین امکانات ځانګړي کړي دي.