ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي محمد نبي عمري د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي سره لیدنه کړې

د کورنیو چارو وزارت لومړي مرستیال مولوي محمد نبي عمري، د افغانستان لپاره د اروپایي ټولنې له ځانګړي استازي ښاغلي ګیلس برټران او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې دواړو لوریو هېواد کې پر روان وضعیت، خوندي امنیت، ټولنيز ثبات، د نشه‌یي توکو د مخنیوي پر هڅو، د بدیل معیشت پر پراختیا او بېرته راستيدونکو ګډوالو لپاره د مرستو په اړه خبرې کړې دي.

ښاغلي عمري د يادې ټولنې له لوري د بشري مرستو دوام ستاينه کړې او دواړو لوریو پر دوامداره دوه اړخیزو همکاریو ټینګار کړی دی.