ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج‌الدین حقاني: هغه حکومت، حکومت نه دی چې ولس یوازې د ډارولو له لارې اداره کوي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د خوست په مرکزي جامع جومات کې د یاد ولایت له ولسونو سره لیدنه کړې ده.

په دې لیدنه کې، د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې افغانانو ته په تېرو نږدې پینځو لسیزو کې یوازې درد رسېدلی، خو بیا هم افغان ولس په هر صورت استقلال او خپلواکي غواړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانان د تاریخ په اوږدو کې د پردیو امپراتوریو پر وړاندې ولاړ پاتې شوي دي او که اوس موږ یو بل پخپله محکوم او ذلیل کړو، نو دښمنۍ او عداوتونه به پای ته ونه رسېږي؛ زغم او تعامل مهم دي.

ښاغلي حقاني ویلي:«هغه حکومت، حکومت نه دی چې ولس یوازې د ډارولو له لارې اداره کوي. د رعیت او ښه حکومت تر منځ د مینې او اعتماد اړیکې وي.»

دغه‌راز نوموړي سپارښتنه کړې، چې خلک دې خپلې ستونزې د محاکمو له لارې حل کړي، ځکه قضاء د نظام مهم رکن دی او د عدالت د پلي کولو مرجع ده.

د کورنیو چارو وزیر ویلي، حکومت هغه وخت مانا پیدا کوي، چې ولس ته هوساینه، عدالت او د باور فضا رامنځته کړي.

 نوموړي زیاته کړې، موږ په انقلاب کې پیدا شوي او په همدې انقلاب کې را لوی شوي یو، زموږ موخه خلکو ته د وحدت د پیغام رسول او د هېواد د هرې برخې د امنیت او ثبات ملاتړ دی.