په قرغیزستان کې داسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني په کوربه هېواد کې د قطر دولت د ملي ورځې په نمانځغونډه کې ګډون کړی.
په قرغیزستان کې د اسلامي امارت سفارت ویلي، چې ښاغلي حقاني په دې مراسمو کې د قطر او افغانستان ترمنځ د دوستانه اړیکو له امله خوښي ښودلې او د لا پیاوړتیا هیله يې څرګنده کړې.
د یاد سفارت په وینا، نوموړي دغه راز له یو شمېر سفیرانو او ډیپلوماټانو سره پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او سوداګريزو موضوعاتو هم خبرې کړې دي.

