د اطلاعاتو او کلتور وزارت وایي، چې په کابل کې د اذربایجان سفير ښاغلي الهام محمدوف او قنسول تارایل د دې وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو له مرستیال مولوي قدرت الله جمال سره د دواړو هېوادونو د کلتوري اړيکو د پياوړتیا او ګډو همکاريو په موخه لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې ښاغلي محمدوف ویلي، اذربایجان له افغانستان سره مذهبي، کلتوري او نورو برخو کې ګډ مشترکات لري او هېواد یې له اسلامي امارت سره د سیاسي، سوداګريزو، اقتصادي او کلتوري اړيکو پياوړتیا او پراختیا غواړي.
نوموړي زیاته کړې، د افغانستان ولسونه کلتور خوښوونکي او فرهنګ پاله خلک دي، د ډيرو ستونزو سره سره کلتوري چارو ته د اسلامي امارت پاملرنه د ستاينې وړ ده.
الهام محمدوف ویلي، اذربایجاني سیلانيان چې په رسنيو کې فعاله ونډه لري، له افغانستان څخه تر ليدنو وروسته يې د افغانستان بېلابېل کلتورونه، تفريحي او تاريخي ځايونه د رسنيو له لارې تر نړیوالو رسولي او تر اوږدو جګړو وروسته افغانستان په يو امن هېواد بدل شوی، سیلانیان کولای شي، چې په ډاډه زړه سره دلته راشي او د افغانستان له تاريخي او تفريحي ځايونو څخه لیدنه وکړي.
دغهراز نوموړي زیاته کړې، اذربایجان چمتو دی، چې د انلاين کورسونو له لارې افغان ځوانان وروزي.
د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال ویلي، هېوادونه د اړيکو د پياوړتیا په اساس پرمختګ کوي، اذربایجان او افغانستان په ډیرو برخو کې ګډ مشترکات لري، له اذربایجان سره په اقتصادي، سیاحتي او فرهنګي برخو کې د اړيکو پياوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
نوموړي د افغانستان په اړه د اذربایجان هېواد له نيک نظر څخه مننه کړې او زیاته کړې یې ده، افغانستان له جنګه تازه راوتلی هيواد دی، چې په بېلابېلو برخو کې د دوستو هيوادونو همکاريو ته اړتیا لري، په رسنيزه برخه کې به دواړه هيوادونه همغږي نوره هم پياوړي کړي، تر څو نړیوالو ته د افغانستان د امن واقعي تصوير وړاندې او د سیلانيانو د جذب وسیله شي.
مولوي قدرت الله جمال ویلي، د افغانستان اسلامي امارت ټول هېواد په متحد ډول تر یو رهبرۍ لاندې اداره کوي او له نورو هېوادونو سره د ښه نیت په اساس اړيکې پالي.

