ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر سره لیدنه کړې


د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د روغتيا نړيوال سازمان له مشر ايډوين سينيزا سلاوډور او د دې سازمان د مرکزي او سيمه‌ييز دفتر د نري رنځ برخې له مسولينو سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د توبرکلوز برخې د خدماتو د پياوړتيا، روغتيايي مرکزونو ته د نري رنځ په برخه کې د اسانتياوو برابرولو، ناروغانو ته د معياري خدماتو وړاندې کولو، د بودیجې د زياتوالي او د روغتيايي کارکوونکو د ظرفيت لوړولو په اړه خبرې شوې دي.

د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له مشر او مل پلاوي څخه د دوامدارو همکاریو له کبله مننه کړې او ویلي یې دي:« د نري رنځ ناروغۍ مخنيوی او درملنه د عامې روغتيا وزارت له لومړيتوبونو څخه ده او موږ هڅه کوو، چې د نړيوالو همکارو بنسټونو په ملاتړ، د هېواد ټولو اوسېدونکو ته معياري روغتيايي خدمات ورسول شي.»

نوموړي زياته کړې، د روغتيا نړيوال سازمان همکاري د روغتيايي نظام د پياوړتيا، د ناروغيو د کنټرول او د عامې روغتيا پروګرامونو د ښه والي لپاره خورا مهمه ده. بل لور ته د روغتيا نړيوال سازمان مشر او د توبرکلوز برخې نړيوالو مسولينو خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د نري رنځ ناروغۍ پر وړاندې د مبارزې، د خدماتو د پراختيا او د عامې روغتيا وزارت سره د بشپړې همکارۍ او پاملرنې ډاډ ورکړی دی.