ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال سمنګان ولایت ته سفر کړی

د کورنیو چارو وزارت ستر امنیتي مرستیال ستر پاسوال ملا محمد ابراهیم صدر سمنګان ولایت ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت له سیمه‌ییزو مسولینو سره لیدنه او خبرې کړې دي.

په دې لیدنه کې د سمنګانو والي ستر امنیتي مرستیال او مل پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ ویلي، د مسوولینو او امنیتي ځواکونو د ګډو هڅو له امله په دغه ولایت کې امنیتي حالت د ډاډ وړ دی او هېڅ ډول ستونزه نشته.

ملا محمد ابراهیم صدر ویلي، نننی نظام چې حاکم دی د ولسونو په همکارۍ لاسته راغلی، نو مونږ او تاسو باید هڅې وکړو چې خپلې دروازې د ولس پر مخ خلاصې وساتو، د ولسونو ستونزې له نږدې واورو او د حل په موخه یې لازمې هڅې وکړو.

همدارنګه نوموړي د ادارو تر منځ پر همغږۍ او همکارۍ ټینګار کړی او له مسولینو یې غوښتي چې له یو بل سره همغږي وکړي او د خلکو د ستونزو حل په موخه دې له علماوو او قومي مشرانو سره مشوره وکړي.