ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي عبدالکبیر: اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو حل خپل لومړیتوب بولي

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د بغلان ولایت د بورکې ولسوالۍ له یو شمېر قومي مشرانو او د پکتیکا ولایت د زېړوک له ولسوال سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د بورکې ولسوالۍ قومي مشرانو خپلې ستونزې شریکې کړې او په دې ولسوالۍ کې یې د کډوالو د ستونزو حل لپاره د پراختیايي چارو د عملي کېدو غوښتنه کړې ده.

 دوی دغه راز د کډوالو د هرکلي لپاره د اسلامي امارت له هڅو ستاینه کړې او ویلي یې دي، چې په یاده سیمه کې دې د ښوونځيو، روغتونونو او سړکونو رغولو ته پاملرنه ډېره شي.

همدارنګه د پکتیکا ولایت د زېړوک ولسوالۍ ولسوال په دې ولایت کې د کډوالو د وضعیت په اړه معلومات وړاندې کړي او ویلي یې دي، چې په دې ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره بېړنیو مرستو ته اړتیا ده. هغه وویل، چې زېړوک یوه غرنۍ او زلزلو ځپلې سیمه ده، چې ځانګړې پاملرنې ته اړتیا لري.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر ویلي، چې د کډوالو د ستونزو د حل لپاره به اساسي اقدامات وشي.

نوموړي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د کډوالو او راستنېدونکو هېوادوالو د ستونزو حل او ورسره مرسته خپل لومړیتوب ګرځولی او ټولې ادارې به په پوره همغږۍ خپلې چارې ترسره کړي.