ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

لغمان کې يوه لرغونې او تاريخي ساحه موندل شوې ده

د لغمان ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست د تاریخي ابداتو د ساتنې مسول محمدنادر مخور وايي، چې په دې ولايت کې يې نوې لرغونې او تاريخي ساحه موندلې او يو شمېر تاريخي وسايل يې ترې هم ترلاسه کړې دي.

د نوموړي زیاته کړې: (( ياده ساحه د الينګار ولسوالۍ اړوند د ساو درې “سی تن” کلې کې موندل شوې، چې قدامت يې قبل ميلاد ته رسېږي، په دغه ساحه کې یوه ډبرینه زینه تر ۱۲ پورې په لاس کندل شوې سمڅې هم موجودې دي او نوره معماري هم شته؛ له دغه ساحې څخه يو د څښاکو څکلو کوزه يا لوښی هم ترلاسه شوی دی)).

ښاغلي مخور همداراز ويلي، چې یادې لرغونې ساحې په موندنه کې ورسره د سيمې خلکو مرسته کړې او ياده ساحه يې دوی ته په ګوته کړې وه.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د لغمان په بېلابېلو سيمو کې د اطلاعاتو او فرهنګ رياست د مسولينو لخوا دېته ورته نورې نوې لرغونې او تاريخې ساحې موندل شوي او ګڼ شمېر تاريخي اثار ترې هم ترلاسه شوې دي.