د شنبې ورځ، د ۱۴۴۷/۶/۲۲هـ قـ نېټه چې ۱۴۰۴/۹/۲۲هـ ل نېټې سره، سمون خوري.
د هېواد له بېلابېلو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
هرات
اسلام کلا
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۱۹ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۷۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۱۹ کورنیو سره ټولې۱۴۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
نیمروز
ورېښمو لار
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې ۳۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۶تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز ۹۵۴مسافر هېواد ته راستانه شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له دوو کورنیو سره ټولې۱۶ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د نیمروز د ورېښمو په لار کې راستنه شویو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بیلابیل خدمات وړاندې شوي:
روغتیا: په ورېښمو لار کې ۵۴۶تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
مخابرات: په ورېښمو لار کې کډوالو ته ۲عدده سیمکارتونه وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت د ورېښمو په لار کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې ۲۵۶کورنۍ چې د غړو شمېر یې یو زر او ۴۳۰تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له سپین بولدک څخه ۱۳۷کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۸۲۲تنه و، کندهار، هرات، زابل، غزني، خوست او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوي دي او یادو کورنیو ته یو میلیون او ۱۹۴ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۲۴۹کورنیو سره ټولې دوه میلیونه او ۱۲۴ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
خواړه: په سپین بولدک کې ۳۲۰۷خوراکه ډوډۍ او اوبه وېشل شوي دي.
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۲۴۰عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د تورخم له لارې ۵۳۳کورنۍ هېواد ته راستنې او یادو کورنیو ۲۹۳۴تنه غړي، ثبت او بایمیټریک شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
له تورخم څخه ۳۹۴کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۶۸تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یومیلیون،۶۵۹ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۴۲۰کورنیو سره ټولې درې میلیونه او ۴۷۰ زره افغانۍ مرسته شوې ده.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۲۹عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
په تورخم کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لیږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانګه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هلمند
بهرامچه ډیورنډ فرضي کرښ
د تثبیت، ثبت او استقبال کمېټه:
د بهرامچې له لارې ۷۱کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۱۹تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:
د هلمند له بهرامچې څخه ۶۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۳۹۱تنه و، لښکرګاه او ګرمسیر ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادې کورنۍ ته ۶۰۱ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۶۴کورنیو سره ټولېافغانۍ مرسته شوې ده.
کابل
مرکز
د ټرانسپورټ او لیږد کمېټه:
له کابل څخه ۳۳۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۶۸۷تنه و، کندوز، بغلان، بلخ، پکتیا، پکتیکا، سرپل، جوزجان، فاریاب، پروان، سمنګان، کاپیسا، ننګرهار، تخار، غزني، بدخشان او خوست ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته یو میلیونه،۲۵۲ زره او ۱۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شـــــوي کډوال: ۹۱۳کورنۍ او ۴۹۹۱وګړي
لېږدول شـوي کډوال: ۹۳۳کورنۍ او ۵۰۶۸وګړي
مرسته شوي کډوال: ۷۵۴کــورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۷۱عــــدده

