د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د درملو اړوند عمده پلورونکو، تولیدي شرکتونو او درملتونونو ټولنې له مسولینو سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې چې د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد او یو شمیر نورو مسولینو شتون درلود، د درملو د نرخونو پر کنټرول، د احتکار څخه د مخنیوي ډاډ او په بازار کې د با کیفیته درملو په شتون او مدیریت خبرې کړې دي.
مولوي نور جلال جلالي ولسونو ته د با کیفیته او په مناسب قیمت د درملو وړاندې کول د ټولو ګډ مسولیت ګنلی او په وینا یې په دې برخه کې باید ټول ګډ مسولیت اداء کړي.
نوموړي ویلي، د افغانستان بازار اوس یوازې په یو ځای نه دی تکیه، نو هڅه کوو چې د درملو برخه کې شته ستونزې حل او د با کیفیته درملو لپاره په بدیلو لارو کار وکړو.
بل لور ته د اتحادیو مسولینو د هغه بهرنیو افواهاتو په اړه ویلي، چې ګواکې په مارکیټ کې د درملو کمښت دی یا ستونزې را منځته شوي، دوی دا خبرې بې بنسټه او د ځینې بهرنیو تبلیغاتي کړیو له لوري تبلیغاتي هڅه بللې دي.
یادو مسولینو زیاته کړې، اوس مهال په بازار کې په کافي اندازه درمل شتون لري، چې لا له کومې لویې ستونزې سره نه دي مخ شوي او تر ډېره ولس ته ډاډ ورکوو چې د درملنې لپاره به د درملو له کمښت سره نه مخ کیږي.
دغهراز د عامې روغتیا وزارت د خوړو او درملو مرستیال ښاغلي مولوي حمدالله زاهد د نظارتي ټیمونو د هڅو او کړنو یادونه کړې او ویلي یې دي، په دې برخه کې به مو هڅې لا جریان ولري تر څو وکولای شو په مناسب قیمت با کیفیته درملو ته د ټولو لاسرسی جاري وساتو.

