د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتور او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي په مشرۍ د مولانا جلال الدین محمد بلخي د پلار خانقاه د ترمیم او بیارغونې په موخه مسلکي کمېټې ناسته کړې.
ناسته کې د اغاخان بنسټ د کلتوري برخې رییس انجینر اجمل میوندي، د هافو موسسې رییس انجینر جاوید، د ښارجوړونې وزارت د تاریخي ښارونو د جوړونې رییس انجینر محمود دوست او د اطلاعاتو او کلتور وزارت د تاریخي ابداتو رییس انجینر حسیب نسیمي ګډون درلود.
دې ناسته کې د ټیکا موسسې له لوري بلخ کې د یادې خانقاه د بیارغونې او شاوخوا سیمې منظمولو په موخه د یو پارک جوړېدو پلان وړاندې او مسلکي کمېټې غړو پرې هر اړخیزې خبرې کړې دي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي ویلي، د تاریخي او کلتوري ابداتو ساتنه، ترمیم او معیاري بیارغونه د دولت له مهمو مسولیتونو څخه ده.
همدا راز ښاغلي عزیزي ټینګار کړی، چې د تاریخي ابداتو د بیا رغونې چارې باید د تاریخي اصالت، فرهنګي ارزښت او نړیوالو معیارونو په رڼا کې ترسره شي.
په ورته وخت کې نوموړي له کمېټې غوښتي، چې د ترمیم د طرحې تخنیکي ارزونه نوره هم پیاوړې کړي او عملي کارونه په تدریجي او علمي ډول تنظیم کړي.
د ناستې په پای کې پرېکړه شوې، چې د وړاندې شوې طرحې تخنیکي اصلاحات به د مسلکي کمېټې د سپارښتنو پر بنسټ بشپړ شي او د تیکا موسسي او اړوندو لوریو نظریات دې واورېدل شي.

