د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح الله مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د مرحوم امیرالمؤمنین ملا محمدعمر مجاهد رحمهالله استاد او کاکا مولوي محمد جمعه صاحب هم وفات شوی.
د اسلامي امارت ویاند په وینا، د مرحوم مولوي محمد جمعه جنازه سبا دوشنبه ۱۰ بجې د زابل ولایت سیوری ولسوالۍ اړوند د مرحوم امیرالمؤمنین ملامحمد عمر مجاهد رحمهالله مزار ته څېرته ادا کېږي.
ښاغلي مجاهد زیاته کړې، همدا ډول د یادې کورنۍ د دواړو وفات شویو فاتحه به سبا سه شنبه د لیندۍ په ۲۵ نېټه د کندهار په جامعه عمر کې په یوه ځای او د یوې ورځې لپاره اخیستل کیږي.

