ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اروپايي ټولنې د افغانستان د خصوصي سکټور د ملاتړ لپاره پینځه میلیونه یورو ځانګړې کړي

اروپايي ټولنې د نړیوال مالي شرکت (IFC) سره چې د نړیوال بانک ګروپ پورې تړلی دی، د «افغانستان د خصوصي سکټور پایښت» تر سرلیک لاندې پروګرام د پلي کولو لپاره د پینځه میلیونه یورو په ارزښت یو تړون لاسلیک کړی.

دغه پروګرام چې د کوچنیو او منځنیو کارو بارونو د پیاوړتیا، د متشبثینو ملاتړ، مالي خدمتونو ته د لاسرسي او د تلپاتې کاري فرصتونو رامنځته کولو لپاره پلان شوی، د راتلونکې زېږدیزې میاشتې څخه پیلېږي او ۲۴ میاشتې به دوام کوي. 

اروپایي ټولنې ویلي چې د دې پروګرام اصلي موخه به د مېرمنو، ځوانانو، راستنېدونکو او داخلي بې‌ځایه شویو د اقتصادي ګډون پراخول وي.