افغانستان کې د چین سفیر ژاو شېنګ د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور له مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي سره لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د تاریخي او کلتوري همکاریو په پراختیا هر اړخیزې خبرې شوې دي.
ښاغلي عزیزي ویلي؛ د تاریخي اثارو د اغېزمنې ساتنې، ژغورنې او مستند جوړونې لپاره تخنیکي او مسلکي روزنې، معیاري وسایلو او عصري امکاناتو ته اړتیا ده او په دې برخه کې د چین د خلکو همکاري کولای شي، چې د افغانستان د تاریخي میراث د خوندي کولو، د مسلکي ظرفیت لوړولو او د نړیوالو معیارونو د پلي کېدو په برخه کې بنسټیز رول ولوبوي.
همدارنګه د چین سفیر ژاو شینګ د افغانستان تاریخي میراثونه مهم بللي او د ساتنې او ژغورنې په برخه کې يې د چین د ولسمشر خبره تکرار کړې (چې څومره د افغانستان اقتصادي پروژې مهمې دي، مونږ ته همدومره دافغانستان تاریخي میراثونه او فرهنګي اثار هم اهمیت لري).
په دې لیدنه کې د چین سفیر د اطلاعاتو او کلتور وزارت لوړپوړي پلاوي ته د چین د سفر بلنه ورکړې، تر څو له چیني ادارو سره په همغږۍ د مسعینک د تاریخي اثارو د ساتنې په ګډون د ګډو فرهنګي همکاریو د پراختیا په اړه تفصیلي خبرې وکړي.

