د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه تېره ورځ د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لیندۍ میاشتې په ۲۴مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې ترسره شوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وایي، چې دې غونډې ته له کونړ سیند څخه د ګمبیري دښتې د ښکتنۍ برخې په مسیر د درونټې بند تر کاسې پورې د اوبو رسولو وړاندیز د بحث لپاره وړاندې شو.
له هراړخیز بحث وروسته یاد وړاندیز د تایید وړ وبلل شو او د وروستي تصمیم نیونې په موخه اقتصادي کمېسیون ته واړندې شو.
یاد معاونیت زیاته کړې، چې له کونړ سیند څخه درونټې بند ته د اوبو په لېږد سره به د ننګرهار ولایت د ډېرو کرنیزو ځمکو د اوبو کمښت ستونزه حل شي.
همدارنګه اقتصادي معاونیت ویلي، چې په دې غونډه کې د بادغیس ولایت د حلقوي سړک د پینځمې برخې (۲۵ کیلومتره) پروژې په اړه هم بحث شوی او په دې اړه ځانګړې کمېټې ته دنده سپارل شوې، څو د یادې پروژې هراړخیزه څېړنه ترسره او راپور یې د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې راتلونکې غونډې ته وړاندې کړي.

