عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت، د افغاني سرې میاشتې عمومي ریاست، د پېښو پر وړاندې د مبارزې او چمتووالي ملي ادارې، د زندانونو چارو د سمون ادارې، د کار او ټولنیزو چارو وزارت اړوند د روزنتونو مسولینو، د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو په وړاندي د مبارزې معینیت، د جهادي مدارسو او دار الایتامونو عمومي ریاست اړوند د دار الایتامونو مسولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سیمینار کې ګډون او وينا کړې.
په دغه سیمینار کې چې د افغاني سرې میاشتي عمومي رییس، د کار او ټولنیزو چارو وزیر، د جهادي مدارسو عمومي رییس، د سترې محکمې نظامي مرستیال، د سترې محکمې جنوب لویدیځ زون قضایي مرستیال، د مرکزي دارالافتاء رییس، د دیني خپرونو د نظارت او کره کتنې ادارې رییس، د شهیدانو او معلولینو وزارت مرستیال، د کورنیو چارو وزارت د نشهیي توکو د مخنیوي مرستیال او یو شمېر نورو مسولینو او علماء کرامو هم برخه اخیستې وه، عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته اړینې لارښوونې او مهمې توصیې وکړې.
دغهراز نوموړي د ټولو مسولینو خدمتونه وستایل او د سیمینار ګډونوالو ته یې د قرآنکریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي وینا وکړه او ویې ویل، خیر الناس من ینفع الناس، په خلکو کې د خیر خلک هغه دي، چې خلکو ته یې نفع رسېږي. اسلامي امارت د مسلمانانو د وکالت او استازولۍ مقام دی، اسلامي امارت به د مسلمانانو د دين او عقیدې ساتنه کوي، خلکو ته به دین او شریعت ورښيي، د خلکو امنیت به ساتي، د یتیمانو، کونډو، غریبانو، بې سرپرسته کورنیو کفالت به کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، د اسلامي امارت قوانین او فرامین د څو کسانو رایه نه ده، بلکې دا د الله تعالی دین او ټول اسلامي احکام دي، چې خلک د الله تعالی دین ته رابولي.
نوموړي زیاته کړه، د اسلامي امارت فرمانونه په دوو برخو کې صادرېږي، یوه برخه یې د الله تعالی تعظیم او عبادت دی، چې لمونځ، روژې او په نورو عباداتو کې فرمانونه دي او بله برخه فرمانونه یې د الله تعالی پر مخلوق باندې د رحم او شفقت لپاره دي، چې د خلکو، کډوالو، غریبانو، معلولینو، بې سرپرسته کورنیو، یتیمانو، کونډو او معتادینو سره د مرستې او همکارۍ په اړه دي، چې پر همدې بنیاد اسلامي امارت د خلکو سره د همکارۍ او د دوی د خدمت په موخه ادارې جوړي کړې دي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل؛ د شهیدانو او معلولینو وزارت هر کال یتیمانو، کونډو او معلولینو ته مقرره ماهانه ورکوي، همدارنګه اسلامي امارت په یوه فرمان کې یاد وزارت ته ځانګړی امر کړی، چې د دوو اندامو معلول ته د موټر د رانیولو پیسې ورکړي او د مجردو شهیدانو کورنیو ته هم امتیاز ورکړي.
نوموړي زیاته کړه، دارالایتامونه د یتیمانو د روزلو مسولیت لري، د دې لپاره چې د یتیمانو خدمت ته ښه رسېدنه وشي او په نظام کې سره میاشت بیوزلو ته د رسېدنې دنده سرته رسوي او مالي چارې یې د اسلامي امارت مقام پر غاړه دي، ځکه دوی د بې وزله خلکو، عصبي ناروغانو خدمت کوي او په طبعي پیښو کې د زیانمنو خلکو سره مرسته کوي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی وویل، په کار او ټولنیزو چارو وزارت کې د روزنتونونو اداره ده، چې په ښارو کې بې سرپرسته ماشومان ټولوي او د دوی خدمت کېږي، همدارنګه د مخدره موادو معینیت معتادین راټولوي او خدمت یې کوي او د دوی لپاره یې د کسب او کار د زده کړې زمینه برابره کړې ده.
نوموړي زیاته کړه، د بندیانو او محبوسینو په حق کې اسلامي امارت په ابتدا کې فرمان صادر کړی وو، چې بندیان به نه ځورول کېږي او نه به وهل کېږي، شکنجې به نه ورکول کېږي او د محکمې پرته به چاته سزا نه ورکول کېږي، ځکه چې دا اسلامي نظام دی او په اسلامي نظام کې د هر مسلمان عزت او وقار خوندي دی، اسلامي امارت د محبسونو رییسانو ته امر کړی، چې استادان ورته پیدا کړي او تعلیم ورته شروع کړي، بندیان پوه کړي او علم ورکړي، بنديخانې دوی ته د تعلیمي مراکزو په شکل جوړې کړي.
دغهراز عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلو خبرو په پای کې زیاته کړه، کله چې مسولیت درته وسپارل شو، نو خپل صلاحیت وپیژنئ، تاسو هر یو مسول یاست، ستاسو رعیت پر تاسو څه حقوق لري او ستاسو څه حقوق دي دوی باندې باید دا وپېژنئ، هر څوک چې په کوم کار مبتلا شي، نو زده کول او ځان پرې پوه کول ورباندې فرض عین دي، اختلاف ونه کړئ، یو د بل اطاعت وکړئ، د الله تعالی په دین باندي لاسونه ټینګ کړئ، یو د بل سره محبت وکړئ او یو د بل په کارونو کې کومک سره وکړئ، خلکو ته د خوشحالۍ زېري ورکوئ او نا امیده کوئ یې مه او په نفرت کې یې مه اچوئ، رحم او شفقت پر کوئ، کارونه پر وخت او په اخلاص سره ورته اجرا کوئ، دروازې مه ورته بندوئ، د غریب او مالدار فرق مه کوئ، په خپل کار او خپل فیصلو کې شریعت ته ترجیح ورکړئ او په شریعت کې ځانته اختیار مه ورکوئ، یو بل ته تواصوا بالحق او تواصو بالصبر کوئ او په خپل منځ کې امرباالمعروف او نهي عن المنکر کوئ، د خلکو د رهنمایي او هدایت ذریعه جوړ شئ، چې راتلونکي نسل ستاسو لار تعقیب کړي، غفلت مه کوئ او په غیر مقصودي شیانو او عبثیاتو ځانونه مه مشغول کوئ.
په پای کې ټولو علماء کرامو او مسولینو یوځل بیا له عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی سره خپل بیعت تجدید کړ او ژمنه یې وکړه چې د خپل شرعي نظام کلک ملاتړي دي او ملاتړي به وي.
دغهراز غونډه نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پایته ورسېد.

