د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ د وزیر په مشرۍ لوړپوړی پلاوی کابل ته را ورسېد.
صنعت او سوداګرۍ وزارت د یاد پلاوي د سفر موخه د افغانستان او قرغېزستان د دوه اړخیزو اقتصادي همکارو پراختیا، د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او پانګونې کچې لوړول ښودلي دي.
د وزارت په وینا:« دغه پلاوی به د اسلامي امارت له چارواکو سره د لیدنو سربېره د سوداګریز تواصل کنفرانس کې ګډون وکړي او د افغانستان له صنعتي او تشبثاتي فعالیتونو څخه به لیدنې وکړي.»
د یادونې ده چې قرغېز پلاوی د اسلامي امارت په رسمي بلنه کابل ته راغلی دی.

