ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوی عبدالکبیر د کابل جهادي مدرسې په فراغت غونډه کې ګدون وکړ

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د کابل جهادي مدرسې د فاضلانو په فراغت‌غونډه کې ګډون او وینا کړې.

مولوي عبدالکبیر په دې غونډه کې ویلي، چې مدرسې نه یوازې د دیني علومو د زده کړې؛ بلکې د اسلامي نظام د حاکمیت او ساتلو سرچینې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې پر افغانستان د شوروي اتحاد او بیا د امریکا او ناټو د یرغلونو خلاف په سپیڅلي جهاد کې د مدرسو، پوهنتونونو او ټول ولس قربانۍ د دې لامل شوې چې دغه یرغلګر ماتې وخوري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر اوسنۍ اسلامي نظام د یادو قربانیو ثمره یاده کړه، چې ساتل او حفاظت یې د ټولو علماوو او مسلمانانو مسوولیت دی.

د کډوالو وزیر دغه راز په خپله وینا کې له علماوو او خلکو غوښتي چې خپل نظریات، نیوکې او وړاندیزونه دې له اړونده مسوولینوسره شریک کړي او هغوی چې د نظام د تخریب او د امنیت د اخلال هڅه کوي باید اجازه ورنه کړل شي.