د افغان – قرغېز سوداګریز تواصل کنفرانس د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر بکیت صدیکوف او د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور د غړو په حضور کې پرانیستل شو.
د صنعت او سوداګرۍ وزیر د یاد کنفرانس او د افغانستان او قرغېزستان د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ د ناستو موخه د فرصتونو پېژندل، د ستونزو حل او عملي اقدامات ښودلي دي.
دغه راز یاد کنفرانس کې د قرغېزستان د اقتصاد او سوداګرۍ وزیر د دواړو هېوادونو سټراټیژیک موقعیت ته په اشاره په ګډې پانګونې، ټرانزیټ او سوداګرۍ ټینګار کړی دی.
همدا راز دغه کنفرانس کې د خصوصي سکتور ترمنځ له دوه اړخیزو سوداګریزو غونډو وروسته، د څه باندې ۱۵۶ میلیونه ډالرو په ارزښت په بېلابېلو سکټورنو کې سوداګریز هوکړهلیکونه هم لاسلیک شول.

