د بهرنيو چارو وزير مولوي امير خان متقي د ايران د بهرنيو چارو وزارت اسيايي رییس او د بهرنيو چارو وزير استازي محمد رضا بهرامي سره وکتل.
په دې لیدنه کې ښاغلي بهرامي د هېواد د بهرنيو چارو وزير ته د ايراني سيال له خوا تهران ته د سفر بلنه ورکړه او هيله یې څرګنده کړه چې د افغانستان اسلامي امارت د يوه غړي په توگه د سيمهييزو همکاريو په برخه کې رول ولري.
د هېواد د بهرنيو چارو وزير وويل چې افغانستان اوس له ستونزمن حالته راوتلی او د پرمختګ پر لور چټک ګامونه اخلي، افغانستان ته باید اوس د یوې مسئلې په توګه ونه کتل شي او د افغانستان بهرنی سیاست د اساسي اصولو په رڼا کې د سیمې له هېوادونو سره پر همکارۍ ولاړو اړیکو ملاتړ کوي.

