د اقتصاد وزیر قاري دین محمد حنیف د هانکانګ ګروپ چینایي شرکت له رییس حای یانګ سره وکتل.
اقتصاد وزارت وایي، دې کتنه کې حای یانګ هېواد کې د بشپړ امنیت په ټینګښت د خوښۍ ښودلو سربېره په افغانستان کې د نړیوالو پانګوالو لپاره د رامنځته شویو اسانتیاوو څخه مننه وکړه او ډاډ یې ورکړ چې هانکانګ ګروپ شرکت د افغانستان د کانونو او اوبو مدیریت برخه کې پانګونې ته لېوالتیا لري.
ورته مهال، قاري دین محمد حنیف د افغانستان په بېلابېلو سکتورنو کې پانګونې ته د هانکانګ ګروپ شرکت د لیوالتیا هرکلی وکړ او د هر ډول ملاتړ ډاډ یې ورکړ.

