د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر د قرغیزستان د انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل.
افغانستان برېښنا شرکت وایي، دې کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د کاسا۱۰۰۰ پروژې د کاري پرمختګ او د افغانستان برېښنا سکتور کې د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې شوې دي.
د یاد شرکت په وینا، ښاغلي عمر د ملي شرکت عمومي جوړښت، د وارداتي برېښنا اوسنی وضعیت، او د افغانستان د برېښنا سکتور د پانګونې فرصتونه تشریح کړل.
د قرغیزستان د انرژۍ وزارت مرستیال ډاډ ورکړی، چې هېواد یې له افغانستان سره د برېښنا انرژۍ برخه کې هر ډول فني همکارۍ ته چمتو دی.
نوموړي دغه راز ډاکټر عبدالباري عمر ته بلنه ورکړه چې له نږدې د قرغیزستان د برېښنا شبکې څخه لیدنه وکړي.
په پای کې دواړو لوریو ټینګار وکړ چې د برېښنا په برخه کې به خپل تخنیکي او مسلکي اړیکې لا پیاوړې کوي، څو د انرژۍ د ظرفیت لوړولو او د کارکوونکو د ظرفیت جوړونې په برخو کې ګډې هڅې لا اغېزمنې شي.

