د اوبو او انرژۍ وزارت د انرژۍ مرستیال په مشرۍ یو پلاوي د قرغېزستان هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت له مرستیال سره وکتل.
د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، په دې کتنه کې د افغانستان په خاوره کې د کاسا – ۱۰۰۰ پروژې د کارونو د پرمختګ په اړه خبرې وشوې.
یاد وزارت وايي؛ د قرغېزستان هېواد د اوبو او انرژۍ وزارت مرستیال ډاډ ورکړی، چې هېواد به يې له افغانستان سره د برېښنا شبکې د عصري کېدو، له بېلابېلو سرچینو څخه د برېښنا تولید او د برېښنا ضایع کېدو په کموالي کې مرسته وکړي.
بايد وويل شي، چې دواړو لوریو هوکړه کړې، چې د برېښنا په برخه کې به خپلې تخنیکي او مسلکي اړیکې لا پیاوړې کوي، همدا راز هوکړه شوې، چې یو بل ته کاري ټیمونه ور وپېژني، تر څو همغږي رامنځته شي او شوې ژمنې عملي بڼه خپله کړي.

