ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نورجلال جلالي: افغانستان د دودیزو درملو په برخه کې د روغتیا نړیوال سازمان د ستراتیژۍ ملاتړ کوي

د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي، هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دودیزو درملو اړوند د روغتیا نړیوال سازمان د دویمې سرمشریزې غونډې پر مهال، د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتیا له وزیرانو سره په جلا ناسته کې ګډون او وینا وکړه.

د عامې روغتیا وزارت د یادې ناستې موخه د ګډو تجربو تبادله، د دودیزې درملنې برخې پیاوړې کول، د همکاریو پراختیا او د هېوادونو ترمنځ د روغتیا په برخه کې د دوامدارې همغږۍ رامنځته کول یاد کړی دی.

مولوي نور جلال جلالي په خپله وینا کې د دودیزو درملو پر اهمیت او د عامې روغتیا په پرمختګ کې د دې درملنې پر ارزښت خبرې وکړې او ویې ویل، چې پر معیار برابره دودیزه درملنه د روغتیايي خدمتونو پراختیا تضمینوي او پر روغتیايي سکټور د خلکو باور زیاتوي.

نوموړي زیاته کړه، چې دا دویم نړیوال کنفرانس د روغتیا نړیوال سازمان د دودیزې درملنې د نړیوالې ستراتیژۍ د پلي کېدو د پیاوړتیا لپاره د (۲۰۲۵–۲۰۳۴) کلونو په موخه جوړ شوی دی.

د ښاغلي جلالي په وینا، دغه ستراتیژي د شواهدو پر بنسټ د دودیزې او تکمیلي درملنې پیاوړتیا، د دودیزې درملنې د خوندي او اغېزمنې کارونې لپاره د منظم چوکاټ رامنځته کول، له روغتیايي سیستمونو سره معقول ادغام او د ټولنو پیاوړتیا د خپلو اساسي محورونو په توګه ګڼي.

مولوي نور جلال جلالي ټینګار وکړ، چې افغانستان په رسمي ډول د یادې ستراتیژۍ ملاتړ کوي او ژمن دی، چې د دودیزې درملنې ملي تګلاره، تعلیمي نصابونه او مقررات له نړیوالو معیارونو سره همغږي کړي.

په ورته وخت کې، د ګډون‌کوونکو هېوادونو د روغتیا وزیرانو د ګډو هڅو پر اهمیت او د هېوادونو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي پر اړتیا ټینګار وکړ او ژمنه یې وکړه، چې د روغتیايي سیستمونو د پیاوړتیا، د دودیزو درملو په برخه کې د نړیوالو همکاریو د پراختیا او د علمي او تخنیکي تجربو د شریکولو په برخه کې به ګډې هڅې روانې ساتي.