د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د روغتيا نړيوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټيډورس ادهانوم سره په هند کې لیدنه کړې.
په دې لیدنه کې افغانستان کې د پوليو ناروغۍ د تشخيص په موخه د معياري لابراتوار د خدماتو پر څرنګوالي، د افغانستان روغتيايي سيستم د پياوړتيا په موخه د نړيوالو ملاتړ، د افغانستان د روغتیایي سیستم سره د همکارۍ او پراختیا لپاره د بدیلو سرچینو په موندنې، په نړيوالو روغتيايي کنفرانسونو او غونډو کې د افغان روغتيايي مسولينو د ګډون او د هېواد په ۳۱۸ ولسواليو کې د جوړېدونکو عمومي روغتونونو په تجهيز خبرې شوې دي.
د روغتيا نړيوال سازمان مشر په یادو برخو کې له افغانستان سره د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړی او د نړۍ د روغتیايي سیسټمونو د پیاوړتیا په اهمیت یې ټینګار کړی دی.

